په يو شمېر ولايتونو کې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي

anwari_morr
-


په ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دویمي واحدونو له لارې د وږي د ۴مې څخه تر ۹مې نېټې پورې د هېواد په لسو ولايتونو کې يو زرو او ۳۲۶ کورنيو سره  مرستې شوې.
يادې کورنۍ، چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله په هرات، بادغيس، بلخ، پروان، قندهار، ميدان وردګ، غزني، لغمان، ننګرهار او جوزجان ولايتونو کې بېځايه شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو له لورې د يوشمېر نړيوالو همکارو مرستندويه بنسټونو له لوري هرې کورنۍ سره نغدي او د لمريزې برېښنا د وسايلو مرستې شوې.