د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د ايران څخه دوه زره او ۶۵۲ تنه افغان مهاجر د وږي په ۷ مه هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې۵۶۹ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.