د پاکستان څخه سلګونه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr
-


د زمري د ۲۹ مې څخه تر ۳۱مې ڼېټې پورې  ۸۲۷ تنه افغان مهاجر له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې (۱۴۲) کورنۍ، چې ( ۸۱۵) تنه کېږي په خپله خوښه او ۱۳ تنه نور خوشي شوي بنديان ول چې په جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
سرچينې زياتوي، چې ياد خلک د ثبت او راجستر وروسته د لومړينو مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول.
همدارنګه يوشمېر هغه کسان چې په بېلابېلو ناروغيو اخته و د موسسه شبکه صحی بين المللی مهاجرت او اداره کلتور عمومی مدنی روانی  له لورې يې وړيا درمنله وشوه او د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې له لورې د چاودېدونکو توکو په باب لازم معلومات ورکړل شول.