د هېواد په يوشمېر ولايتونوکې له ۳۰ زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي

anwari_morr

 

په تېرې يوې  زمري مېاشتې کې  د هېواد په ۲۰ ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي ادارو له لارې له ۳۰ زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي.

په ولايتونوکې د مهاجرينو چارو وزارت  د ادارو د معلوماتو له مخې په هرات، فارياب، تخار، سمنګان، بلخ، سرپل، ننګرهار، پکتيا، پکتيکا، ميدان وردګ، جوزجان، باميان، قندهار، بادغيس، پروان، نورستان، بدخشان، خوست او لغمان ولايتونوکې ۳۱ زره او ۴۰۸ کورنيو سره، چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله زيانمې شوې د يوشمېر همکارو بنسټونو له لورې ورسره مرستې ترسره شوي دي.

سرچينې زياتوي، چې په وېشل شوو مرستو کې خوراکي توکي، نغدې پېسې، البسه، د لمريزې برېښنا وسايل او روغتيايي کڅوړې شاملې وې، چې د مهاجرينو چارو ادارو ترڅارنې لاندې د يادو موسسو د استازو په شتون کې وېشل شوي دي.