د قرارداد ورکولو د پرېکړې خبرتيا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د (۲) فقره د دري څلوېښتمې مادې په اساس ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې ۱۴۰۲ کالي کال لپاره د تداکارتو پروژې د اړتيا وړ ۵۴ قرطاسيه او تونرې د عابد افغان، خدماتي او لوژستکي شرکت ته چې د ( 85۶۶۱) نبمر جواز لرونکی دی، د ميدان وردګو مرکز شهرنو بزنس سنترکې موقعيت لري، په دوه ميليونه، درې سوه دريرش زره او نهه سوه او شپږ نوي (2330996) افغانۍ په قرارداد ورکړي.
حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هرډول اعتراض ولري، کولای شي، چې د دې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو وروځو پورې خپل اعتراض په ليکلي ډول د وزارت د تدارکاتو آمريت ته د تدارکارتو قانون د (۵۰) مادې له مخې وسپاري.
دا خبرتيا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او قرارداد به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسيږي، چې ذکر شوې نېټه بشپړه شوې نه وي او راتلونکي قانوني طرزالعملونه پای ته نه وي رسېدلي.