د مهاجرينو چارو وزارت او يوې موسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو
د مهاجرينو چارو وزارت او موسسه عمل اجمتاعی برای اليتام فقر ترمنځ د ۹ سو زياتو امريکايي ډالرو په ارزېښت د زمري په ( ۱۹) مه د همکاريو دوه هوکړه ليکونه لاسليک شول.
د لاسليک شوو هوکړه ليکونو مالي لګښت ۹ سوه ، ۲۴ زره او۴۶۱ امريکايي ډالردی، چې په له مخې به يې په خوست او پکتيکا ولايتونوکې ۱۱ زره او ۶۳۴ کورنيو ته د خوراکي توکو د وېش، د کار موندنې د پراختيا، د کار په مقابل کې د پيسو د ورکړې او د ودانيزو وسايلو او موادو د برابرولو په برخه کې ولګول شي.
ياد هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت د حقوقي سلاکار او د مسلکي معينيت سرپرست مرستيال مولوي محمود الحق احدي او د يادې موسسې د استازي ترمنځ لاسليک شول.