باميانو کې راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو په موخه د دغه ولايت د مسؤلينو او موسسو ترمنځ ناسته ترسره  شوه

sadam_morr
-

په دې ناسته کې چې د چنګاښ په ۲۵مه د باميانو ولايت د والي مولوي عبدالله سرحدي په مشرۍ ددغه ولايت د يوشمېر اړوندو ادارو او موسسو د مسؤلينو په شتون کې ترسره شوه، ويناوالو د مرستو د وړاندې کولو په برخه کې د کميو او کاستيو، کار موندنې، سرپناه، د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو او د ادارو او موسسو ترمنځ د همکاريو او همغږيو په رامنځته کولو تيڼګار وکړ.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ، ويستا موسسې، مهاجرت نړيوال سازمان، آی آر سی، د ژوغورنې نړيوالې کمېټې او موسسه قريه صلح برای افغان ها استازو د خپلو کارونو راتلونکو پلانونو په اړه د ناستې ګډنوالو ته معلومات ورکړل.
وروسته ښاغلي احساس د يادو ادارو په استازيتوب خبرې وکړې او له اړونده ادارو او موسسو د دوامداره همکاريو او همغږيو په اړه يې ډاډ ورکړ.
په پای کې د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت آمر مولوي فضل عمر آخندزاده د يادو ادارو د مسؤلينو د هڅو څخه مننه وکړه ويې ويل، د ټولو ملي او نړيوالو موسسو د مسؤلينو دنده ده، چې د مستحقينو هوساينې لپاره ټولنيز عدالت او روڼتيا په پام کې ونيسي.