د181قلمه پرزه جاتو د دواطلبۍ خبرتيا
Publish Date
Closing Date
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ١٤٠٢کال لپاره د وزارت د فعاله وسايطو ۱۸۱ قلمه پرزه جاتو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرط نامې کاپي د تدارکاتو امريت څخه د فلش له لارې ترلاسه کړي. خپل آفرونه دې د شرطپاڼې شرايطو د تدارکاتو قانون د کړنلارې سره سم په سرتړلي بڼه وړاندې کړي او خپل آفرونو دې د خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه ۱۷/ ۵ / ۱۴۰۲ سې شنبه مخکې له غرمې د سهار ۱۰ بجو پورې د وزارت د تدارکاتو امريت ته وسپاري. ناوخته رارسېدلي او انټير نټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمين د بانګي ګرنټۍ په بڼه دی، چې ۵۵۰۰۰ افغانۍ کېږي اود آفرونو پرانيسغونډه د ۱۷/ ۵ / ۱۴۰۲ کال سې شبنه مخکې له غرمې په ۱۰ بجو د مهاجرينو وزارت د ناستو په سالون کې ترسره کېږي.