له پاکستان څخه سلګونه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

په پاکستان کې ( ۵۵۷) تنه مېشت افغان مهاجر د چنګاښ له (۱۷) مې نېټې څخه تر (۱۹) مې نېټې پورې د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې وطن ته راستانه شول.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې (۹۴) کورنۍ، چې ( ۵۵۷) تنه کېږي د پاکستان څخه وطن ته راستانه او د پېژندنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
سرچينې زياتوي، يوشمېر افغان مهاجر، چې په بېلابېلو ناروغيو اخته و د سلامت شبکې له لورې يې وړيا درملنه شوې.
همدارنګه د ناروې د مهاجرينو شورا له لورې هر راستنېدونکي ته د خوراکي توکو يوه يوه کڅوړه وېشل شوې ده.