باميانو کې لسګونو کورنيو سره مرستې وشوې

د (WSTA) موسسې له لورې د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ ( ۸۶) کورنيو سره د غبرګولي په ( ۲۹) مه مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو آمريت له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته ( ۴۷) زره او ۷۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.