بغلان کې (۴۹۰) کورنيو سره  مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (UNHCR) دفتر له لورې د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۴۹۰) کورنيو سره د غبرګولي په (۲۷) مه مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د بغلان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې وروسته له سروې هرې کورنۍ ته  د کور جوړولو په موخه په دوو کټګوريو کې ( ۴۷) زره او (۷۰۰) او (۴۸) زره او ۵۵۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.