هرات کې لسګونو کورنيو سره مرستې وشوې

(۶۷) کورنيو سره په هرات کې د (DRC) موسسې له لورې د غبرګولي په ( ۲۷) مه مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې مخې په انجيل او ګذره ولسواليو کې د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته د اړتياو په نظر کې نيولو سره (۱۴) زره او (۵۰۰)، (۱۶) زره او (۵۰۰)، (۱۴) زره، (۱۷) زره، (۱۸) زره، (۲۰) زره او (۱۵) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.