خوست کې لسګونو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

د ( NRC) له لورې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (٧٤) کورنيو سره د دغه ولایت په ګربز، اسماعیل او مندوزي ولسوالیو کې د غبرګولي په (٨) مه نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې د خوست ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (٢٢٥) امریکايي ډالره نغد ورکړل شول.