د ایران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د ايران څخه (٢٤٢٢) تنه افغان مهاجر د غبرګولي په (٨) مه هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې (٦٧٧) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.