سمنګان کې له (۲۰۰) زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

د (ACTION AID) موسسې له لورې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۲۴۶) کورنيو سره د غوايي په (۲۵) مه او (۲۶) مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د دغه ولايت په روی دآب او خروم سارباغ ولسواليو کې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته د کور جوړولو په موخه د اړتياوو په نظر کې کې نيولو سره ( ۱۱) زره او (۴۵۰)، (۱۹) زره او (۱۰۰) او (۲۵) زره او ( ۵۵۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.