غزني د ولايتي عمل پلان جوړولو ورکشاپ ترسره شو

sadam_morr
-

د غزني ولايت د مهاجرينوچارو رياست د راپور له مخې غزني کې د ولايتي عمل پلان د جوړولو ورکشاپ  د دغه ولايت د والي  په مشرۍ د يوشمېر همکارو بنسټونو د استازو په شتون  کې د غوايي په ( ۲۶مه  ترسره شو.
د غزني ولايت د مهاجرينو چارو چارو آمر د ياد ورکشاپ جوړول  د ستونزو د حل په برخه کې يو ښه ګام وباله او د ولايتي کاري پلان په اړه يې خبرې وکړې.
د غزني والي د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي څخه مننه وکړه او د ولايتي عمل پلان په جوړولو کې يې د همکاريو ډاډ ورکړ.
د مهاجرينو چارو وزارت  پلاوي د پرېزينټيشن په وړاندې کولو سره د ورکشاپ ګډونوالو ته د ولايتي عمل پلان په اړه معلومات ورکړل او د ګډونوالو سوالونو ته يې ځوابونه ورکړل.