بدخشان کې له سلو زياتو کورنيو سره د لمريزې برېښنا د وسايلو مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (UNHCR) دفتر له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۱۱۹) کورنيو سره د لمريزې برېښنا د وسايلو مرستې وشوې.

دغه کورنۍ، چې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې په (۹) ولسواليو کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته دوه د لمريزې برېښنا تختې، دوه بطرۍ او د اړتيا وړ وسايل ورکړل شول.