خوست کې سلګونو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (AHF) موسسې له لورې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۵۰۰) کورنيو سره  د غوايي په
 ( ۲۲) مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.
دغه کورنۍ چې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۶۵) کيلو اوړه، (۸) کيلو دال، (۸) کيلو غوړي او يو پاکټ مالګه ووېشل شوه.