بدخشان کې سلګونو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (ACTED) موسسې له لورې د بدخشان  ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۳۹۸) کورنيو سره د غوايي په (۱۹) مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې مخکې د بدخشان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۲۸۳۹۵) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.