سمنګان کې له (۳۰۰) زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د (ACTION AID) موسسې له لورې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۳۴۲) کورنيو سره د وري په (۲۲) مه نغدي مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د کور جوړولو په موخه د اړتياوو په نظر کې نيولو سره په بېلابېلو کټګوريوکې ( ۱۱۴۰۰)،( ۱۹) زره، (۳۸) زره (۱۰۰)، ۱۷) زره (۱۰۰)، (۲۸۴۵۰) او (۲۵۳۵۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.