سمنګان کې له (۴۰۰) زياتو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د (ACTION AID) موسسې له لورې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۴۸۴) کورنيو سره د وري په ( ۲۰) مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې، هرې کورنۍ ته د کور جوړولو په موخه په بېلابېلو کټګوريوکې ( ۱۱۴۰۰)،( ۱۹) زره، (۳۸) زره (۱۰۰)، ۱۷) زره (۱۰۰)، (۲۸۴۵۰) او (۲۵۳۵۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.