غور کې (۶۷) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د (CORDAID) موسسې له لورې د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۶۷) کورنيو سره د وري په ( ۱۱) مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې څه موده وړاندې د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۳۲۰۸۵) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.