بلخ کې نږدې (۲۰۰) کورنيو سره د کور جوړولو په موخه مرستې وشوې
د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۱۹۵) کورنيو سره د کب په ( ۲۸) مه د کور جوړولو په موخه مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې کورونه يې په بشپړ او نيمه توګه ويجاړ شوي وه، او مخکې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او په نښه شوي وه، له ډلې يې (۸۸) کورنيو څخه هرې کورنۍ ته (۵۲۶۰۰) افغانۍ او (۱۰۷) کورنيو ته (۴۸۵۰۰) افغانۍ د ياد سازمان له لورې د مهاجرينو چارو رياست د استازو په شتون کې ووېشل شوې.
د ويلو ده چې د مرستې وروستي قسطونه به په راتلونکي مياشتو کې ووېشل شي.