د پاکستان له زندانونو لسګونه افغان بندیان خوشې شول
د پاکستان له زندانونو (٥٥) افغانان د افغانستان د ديپلوماتیکو هلو ځلو په پایله کې د١٦/ ١٢/ ١٤٠١ ڼېټه خوشې شول.
په اسلام آباد کې د مهاجرینو چارو وزارت د اتشې په خبره په یادو کسان کې ماشومان،ښځې سپینګیري او ځوانان شامل ول،چې د سيند ايالت د امنيتي ادارو له خو له دې امله نيول شوي و، چې د استوګنې او سفر قانوني اسناد يې نه درلودل او د (1946-14ForeignerAct) مادې لاندې د کراچۍ په سنټر جيل او دسیندایالت سکرجیل کې په بند محکوم شوي وو.
ياد کسان په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت، په کراچۍ کې د ا.ا. د جنرال قونسلګرۍ او په اسلام آباد کې د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې په هڅو له زندانونو خوشې شول.
خوشي شوي افغانان د قندهار ولايت په سپين بولدک کې د مهاجرينو چارو وزارت د سرحدي آمريت له لارې د مسافر وړونکو په بسونوکې هېواد ته را ستانه شوي دي.
د سرچینې په خبر په پام کې ده چې نن ورځ د دغه هېواد د سیند ایالت د سکر جیل څخه (٧٧) نور افغان بنديانو خوشې شي.