لغمان کې د يو ښوونځي او يو ټولنيز مرکز د بنسټ دبره کېښودل شوه
د (UNHCR) دفتر له لور د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د دغه ولايت په الينګار ولسوالۍ کې د کب په (۱۴) مه د يوښوونځي او يو ټولنيز مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د معلوماتو له مخې د راستنېدونکو ماشومانو لپاره د سنګر (۲) نمبر د نجونو دوه منزله ښوونځی او د دغې ولسوالۍ د ځوانانو لپاره يو ټولنيز مرکز به د (UNHCR) دفتر له لورې چې مالي لګښت يې (۵) سوه (۵۲) زره او (۶۱۹) امريکايي ډالره کېږي د يوه کال په موده کې جوړ شي.
د يادو ودانيو د بنسټ ډبرې د پرانيسي مراسم د دغه ولايت د مسؤلينو او ياد دفتر د استازو په شتون کې ترسره شول.