نيمروز کې له (۴۰۰) زياتو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې
د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مرغومي په ( ۲۷) مه (۴۲۰) کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د مهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته یوه يوه (۵۰) کيلويي وریجې ووېشل شوې.