فارياب کې شاخوا (۸۰۰) کورنيوسره مرستې وشوې
د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې د فارياب ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ د مرغومي د ( ۱۹) مې څخه تر ( ۲۴) مې نېټې پورې (۷۹۷) کورنيو سره مرستې شوې.
ياد کورنيو هرې کورنۍ ته وروسته له پېژندنې ( (۱۷۵۰۰) افغانۍ نغدې، ژمني لباسونه او درې درې کمپلې وېشل شوي.