د مهاجرينو چار  وزارت او وستا موسسې ترمنځ   د همکاريو هوکړه ليک لاسلک شو

sadam_morr
Tue, Jan 03 2023 3:05 PM
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت او د وستا موسسې ترمنځ  راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنيو ته د ژمنيو مرستو په موخه سې شنبه د مرغومي په ( ۱۳) مه د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.

دغه هوکړه ليک، چې  مجموعي ارزښت يې ( ۹۹۸) زره او (۱۳) امريکايي ډالره دی، د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د يادې موسسې د مسؤل ترمنځ په وزارت کې لاسليک شو.

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال په دې اړه معلومات ورکړل، چې د لاسليک شوي هوکړه ليک پر بنسټ به ( ۳۴۰) راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنيو ته په غزني، پروان او پکتيکا کې ژمنۍ کڅوړې چې پکې نغدې پيسې او ګرمې جامې شاملې دي ووېشل شي.

د اړتياوو ارزونې، د مستحقو کورنيو د پېژندنې او د مرستو  د وېش بهير به د يادې ادارې له لورې د مهاجرينو چارو وزارت تر څارنې لاندې ترسره ترسره کېږي.

Latest news

BACK TO NEWS