د (۶) قلمه دفتري تجهيزاتو د قرارداد ورکولو د پرېکړې خبرتيا

anwari_morr

Publish Date

Closing Date


د تدارکاتو قانون د (۲) فقره د دري څلوېښتمې مادې په اساس  ټولو ته خبر  ورکول کېږي، چې  د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت  په پام کې لري، چې  د تداکارتو پروژې  (۶) قلمه   دفتري تجهيزات دسعادات لاجورد کرنيز  لوژستکي او خدماتي شرکت ته چې د (53970) جواز لرونکی دی، مرکز کابل شهرنو انصاري څلور لارې   (۱۰) ناحيې کې موقعيت لري، په (2975100) افغانۍ په قرارداد ورکړي.

حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هرډول اعتراض ولري، کولای شي، چې د دې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه  تر اوو وروځو پورې خپل اعتراض په ليکلي ډول د وزارت د تدارکاتو آمريت ته د تدارکارتو قانون د (۵۰) مادې له مخې وسپاري.

دا خبرتيا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او قرارداد به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسيږي، چې ذکر شوې نېټه بشپړه شوې نه وي  او  راتلونکي قانوني طرزالعملونه  پای ته نه وي رسېدلي.