سمنګان کې له سلو زياتو کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرستې وشوې

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (174) کورنیو سره د مرغومي په ( ۵) مه د غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته (۳) کمپلې، (۲) ترپالونه او يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.