د مهاجرينو چارو وزارت کې د بېځايه شوو د ملي پالېسۍ د تعديل او سمون په موخه دويمه ناسته ترسره شوه

sadam_morr
Mon, Dec 26 2022 11:40 AM
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو، يوشمېر رئيسانو  او اړوندو ملي ادارو په شتون دوشنبه د مرغومي په (۵) مه د بېځايه شوو د ملي پالېسۍ د تعديل او سمون په موخه  دويمه ناسته ترسره شوه.

په ناسته کې د ملي ادارو او وزارتونو باصلاحيته استازو ګډون کړی و او د يادې پالېسۍ د تعديل او د څرنګوالي په اړه يې خپل نظرونه د مهاجرينو چارو وزارت سره شريک کړل، چې له يووالي  او نهايي کولو وروسته به  رامنځ ته شوی تعديل او سمون د پالېسۍ  په متن کې شامل شي.

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد وويل، ددې پالېسۍ د تعديل په برخه کې د ملي او نړيوالو ادارو د نظرياتو د شريکولو لپاره د بېځايه شوو د اړتيا وو د حل او لازياتو خدماتو وړاندې کولو  په برخه کې د يوې مشخصې پالېسۍ درلودل مهم دي .

هغه زياته کړه، چې په  ټول هېواد کې  د نظام په بدلون سره  په دغه پالېسۍ کې نوی والی ضروري دي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS