پروان کې د البسې د وېش لړۍ پيل شوه

د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د ليندۍ په (۲۷) مه (۲) زره کورنيو ته د البسې د وېش خبر ورکړ.
په يادو مرستو کې درې درې کمپلې او د نارينو او ښځينو لپاره د البسې کڅوړې شاملې وې، چې د (UMMAH) موسسې له لورې د شهيدانو وارثينو، بېوزل او د غوربند سېلاب ځپلو کورنيو ته په چاريکار ښار او شينواري، سياګرد، سرخ پارسا او شيخ علي ولسواليو کې د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ ووېشل شوې.