د هېواد په يوشمېر ولايتونوکې له (۳۰۰) زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
په هرات، تخار، بدخشان، بغلان، هلمند او غور ولايت کې د ليندۍ په (۲۶) مه ( ۳۳۵) کورنيوسره مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې په هرات کې د (IRC) موسسې له لورې ( ۱۲۷) کورنيو هرې کورنۍ ته ( ۲۰۰) امريکايي ډالره، په تخار کې (۶۵) کورنيو ته د اړتيا په نظر کې نيولو سره (۲۵) ( ۱۵) زره، (۱۲)زره او (۴۰۰)، په غور کې د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) (۳۲) تنو ته (۴۷) زره، ۴۶) زره، په بغلان کې د (DACAR) موسسې له لورې (۶) کورنيو ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه، په هلمند کې د (UNHCR) دفتر له لورې (۹۵) کورنيو ته د کور جوړولو په موخه ( ۴۰۰) امريکايي ډالره او په تخار کې (۱۰) تنو ته د نجارۍ وسايل ووېشل شول.