په پېنځو ولايتونوکې سلګونو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
---

د غزني، ننګرهار، غور، بغلان او نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياستونو د معلوماتو له مخې ( ۹۸۷) اړمو کورنيو سره د ليندۍ په ( ۲۴) مه مرستې وشوې.

د يادو کورنيو له ډلې د (CHA) موسسې له لورې په غزني کې ( ۴۷۸) کورنيو هرې کورنۍ ته ( ۵۵۰) امريکايي ډالره، د (NRC) موسسې په ننګرهار کې (۲۲) کورنيو ته(۲۱۶۸۰) افغانۍ،د (ACF) موسسې په غور کې ( ۱۰۵) کورنيو ته (۱۴) زره افغانۍ، د (DACAR) موسسې په بغلان کې ( ۳۷) کورنيو ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه  او په نيمروز کې د (UNHCR) دفتر له لورې (۳۵۶) کورنيو هرې کورنۍ ته ( ۳۳۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.