مهاجرینو چارو وزیر د ایران  له مرستیال سفير سره ليدنه وکړه

sadam_morr
Wed, Dec 14 2022 8:43 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خليل الرحمن حقان ی په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران له مرستیال سفير سره ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې په ايران کې  د مېشتو افغان مهاجرينو د وضعيت په اړه خبرې وشوې او د مهاجرينو چارو وزير په دغه هېواد کې دافغان مهاجرينو د کوربه توب له امله د ايران داسلامي جمهوريت له هلوځلو څخه  مننه وکړه او  په دغه هېواد کې یې د زده کړو، روغتيا،پاکو اوبو او يو شمېر لومړنيو اسانتياوو دبرابرولو غوښتنه وکړه.

هغه زياته کړه، په افغانستان کې د اسلامي نظام په ټينګېدو سره په هېواد کې امنيت تامين شو ی او له فساد، قاچاق او نشه يي توکو سره جدي مبارزه وشوه، چې دا ټول د ګاونډيو او سيمې په ګټه دي.

حقان ي له ايران او نورو ګاونډيانو وغوښتل چې په افغانستان کې  رامنځته شوو مثبتو بدلونونو ته په پام کې نيولو سره د هېوادونو د ښو اړېکو او نږدېوالي په برخه کې زياتې هڅې وکړي.

د ايران مرستيال سفير ښاغلي مرتضوي په هغه هېواد کې د افغان مهاجرينو لپاره د برابرو شوو اسانتياوو يادونه وکړه، له افغانستان سره يې د همکاريو د دوام او د مهاجرينو لپاره د لا زياتو خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وکړه او د دواړو هېوادونو پر دوستانه اړېکو يې ټينګار وکړ.

Latest news

BACK TO NEWS