د افغان مهاجرو (۲۱) کورنۍ د پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې

د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د تورخم د څانګې آمر د ليندۍ په (۱۹) مه د پاکستان څخه د (۲۱) افغان مهاجرو د کورنيو د راستنېدو خبر ورکړ.
د سرچينې په خبره (۲۰) کورنۍ چې (۸۵) تنه کېږي بې اسناده، (۱) کورنۍ چې (۲) تنه کېږي اسناد لرونکي و چې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول او په معلوماتي سيستم کې دنومليکنې وروسته د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) او د (UNHCR) دفتر ور وپېژندل شول.