هلمند کې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې د هلمند ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ  په سنګين، کجکي، واشير، نهر سراج، نادعلي، مارجه، ګرمسير، نوزاد ولسواليو او مرکز لښکر ګاه کې دليندۍ په ( ۱۶) مه (۱۱۵۹)  کورنيو سره مرستې وشوې.

يادو کورنيو هرې کورنۍ ته (۳۳۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.