مالي او اداري مرستيال: موږ هڅه کو چې وړ او ژمن کسان وګمارو

sadam_morr
Mon, Dec 05 2022 3:28 PM
---

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت  د چارواکو او د بشري سرچينو رياست د مسؤلينو په شتون کې د دغه وزارت د خالي بستونو لپاره د (۶۰) تنو څخه  دوشنبه د ليندۍ په (۱۴) مه د وزارت د ناستو په تالاره کې ازموينه واخيستل شوه.

 د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي، چې د يادې ازموينې يې څارنه کوله، نوماندانو ته  د برياليتوب غوښتنه وکړه، ډاډ يې ورکړ، چې د کار کوونکو ګمارنه به د سيالۍ او وړتيا پر بنسټ ترسره شي  او هېڅ ډول سپارښتنه او واسطه نه منل کېږي.

هغه  زياته کړه، هڅه کوو، چې په د دغې ادارې په خالي بستونوکې وړ او ژمن کسان وګمارو او اوس د هېواد په ټولو ولايتونوکې د خدمت زمينه برابره شوې  او هغه کسان چې د خلکو د خدمت اراده لري بايد په هر ولايت کې وکولای شي چې دخکو خدمت وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS