له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د هرات ولايت د اسلام قلعه  له لارې د ايران څخه  د ليندۍ په (۵) مه ( ۱۷۴۶) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.

په يادو راستنېدونکو کې   (۶۵) کورنۍ، چې( ۲۵۲) تنه کېږي او (۱۴۱۲) تنه يې مجردين ول، چې له ډلې يې (۳۱) کورنۍ، چې  (۹۸)  تنه کېږي د ( ۲۶۴) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.