د هېواد په ولايتونوکې له ( ۳۲) زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr

په تېرې مياشت کې  د هېواد په ( ۲۷) ولايتونوکې له (۳۲) زرو زياتو کورني، سره  مرستې شوي.

په ولايتونوکې د مهاجرينو چارو رياستونو او آمريتونو د معلوماتو له مخې ( ۳۲) زره او ( ۴۹۴) اړمنو، بېځايه شوو معلولو، معيوب، يتيمو ماشومانو او کونډو ښځو سره په هرات، نيمروز، بدخشان، پروان، سمنګان، بادغيس، دايکندي، ميدان وردګ،غزني، قندهار، لغمان، غور، پکتيکا، هملند، باميان، ارزګان، کاپيسا، پنجشېر، ننګرهار، کندز، بغلان، فارياب،لوګر، پکتيا، جوزجان، زابل او خوست کېد يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې د مهاجرينو چارو رياستونو په همغږۍ مرستې شوي.

سرچينې زياتوي، چې په وېشل شوو مرستوکې نغدي، خوراکي توکي، کورنۍ کڅوړې، د لمريزې برېښنا تختې، ژمنۍ بسترې، روغتيايي کڅوړې او د پخلنځي وسايل شامل ول.