کاپيسا کې د برېښنا يې پېژند پاڼو د ګټو په اړه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو
د کاپيسا ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت د لړم په (۴) مه راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو په اړه د عامه پوهاي کمپاين ترسره شوه.
د ياد کمپاين موخه خلکو ته د کاغذي پېژند پاڼو په پرتله د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو په اړه د معلوماتو ورکول ول. په ياده برنامه کې د کاپيساولايت د مهاجرينو چارو آمريت او احصاييه او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې ګډ پلاوي خلکو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د ګټو او د نوې پېژند پاڼې د ترلاسه کولو په اړه معلومات ورکړل شول.
دغه کمپاين د مهاجرينو چارو وزارت او د (UNHCR) د فترد لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د ياد دفتر په مرسته ترسره شو.