په (۷) ولايتونوکې له څلور زرو زياتو کورنيوسره مرستې شوي
د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په (۷) ولايتونوکې د مهاجرينو او راستنېدونو چارو وزارت د رياستونو په همغږۍ تلې د (۲۳) مې نېټې څخه تر (۲۷) مې پورې (۴۱۱۳) اړمنو بېځايه شوو کورنيو سره مرستې شوي.
په يادو مرستوکې خوراکي توکي، نغدي، کورنۍ کڅوړې او د پخلنځي وسايل شامل ول، چې په نميروز، لغمان، دايکندي، غور، کندز، پروان او پکتيکا کې اړمنو بېځايه شوو کورنيو ته ووېشل شول.