د ايران څخه له زرو يات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
-

د ايران څخه د  تلې په   (۶) مه (۱۲۲۷) افغان مهاجر د هرات  ولايت د اسلام قلعه له لارې  په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.

د اسلام قلعه ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، د يادو راستنېدونکو له ډلې (۱۷) کورنۍ، چې (۶۰) تنه کېږي د ( ۴۱۹) تنو نورو مجردينو په جبري او  (۲۳) کورنۍ چې ( ۱۱۶)  تنه کېږي د (۶۳۲) تنو نورو مجردينو سره  په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.

د سرچينې په خبره  د يادو راستنېدونکو له ډلې (۲۰) کورنۍ چې (۷۰) تنه کېږي د (۷۹) تنو نورو مجردينو سره  د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.