د مهاجرينو چارو وزارت د ژمنيو مرستو د وېش لپاره يوه کړنلاره جوړوي

sadam_morr
Wed, Sep 28 2022 3:46 PM
-------

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام د لارښوونې پر بنسټ د ژمنيو مرستو د وېش لپاره يوه مشخصه کمېټه جوړه شوه.

 دغه کمېټه چې د داخلي بېځايه شوو د دايمي حل لارو د رئيس مولوي شمال خان عثماني په مشرۍ جوړه شوې ، سې شنبه د تلې په( ۵) مه يې د کړنلارې د چمتو کولو په موخه خپله لومړنۍ ناسته وکړه او دکارونو د ښه والي او روڼتيا د رامينځته کولو په اړه يې خبرې وکړې.

 مولوي شمال خان د يادې کړنلارې د چمتو کولو موخه په ژمنو مرستو کې د روڼتيا رامينځ ته کول ياد کړل.

Latest news

BACK TO NEWS