د ايران څخه نږدې دوه زره افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
_____
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د تلې په لومړۍ او دوهمې نېټې (۱۸۱۹) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، د يادو راستنېدونکو له ډلې (۱۲۱۷) تنه په جبري او (۵۷۵) تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول. د سرچينې په خبره (۱۸۶) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.