د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

د ايران څخه د وږي د (۱۹) مې نېټې څخه تر(۲۰) مې نېټې پورې (۱۲۲۹) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شول.
د نمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، د يادو راستنېدونکو له ډلې ( 973) تنه په جبري، ( 256) تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه زياته کړه، چې (۲۰۷) تنه دمرستو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.