بادغيس کې لسګونو کورنيو سره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې د بادغيس ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ د وږي په ( ۱۷) مه ( ۸۳) راستنېدونکو کورنيوسره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته (۱۰۰) کيلو اوړه، ( ۱۰) کيلو غوړي، ( ۲۰) بيسکوېټ او يوه کيلو ماګه ووېشل شوه.