د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د وږي په (۱۵) مه (۱۰۹۰) افغان په خپله خوښه او جبري توګه راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د آمر په وينا د يادو کسانو له ډلې ( ۷۹۲) تنه په جبري او ( ۲۹۸) تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچينې زياتوي چې د يادو راستنېدونکو له ډلې (۱۲۴) تنه د مرستو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.