د مهاجرینو وزارت او یو شمېر بنسټونو ترمنځ د څه باندې (۱۶) میلیونه ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
Mon, Sep 05 2022 9:05 AM
Sadam Anwari
 
د داخلي بېځایه شوو وضعیت ته د رسېدو او د وزارت د هوکړه لیکونو د کمېټې سرپرست مولوي سردار محمد شېرزاد، ډي ار سي او اکشن اېډ موسسې ترمنځ د وږي په (١٣) مه د (١٦) میلونو، (٨١٦) زره او (٢١٠) امریکايي ډالرو په ارزښت د پېنځوعام المنفعه پروژو هوکړه لیک لاسلک شول.
د لاسلک شوو هوکړه لیکونو له مخې به د (DRC) موسسه په لوګر او غزني کې (٨٠٥) کورنیو ته په ننګرهارکې (١٨٤٠) کورنیو ته او په زابل، لوګر، غزني، قندهار، نیمروز،هرات، فراه، کابل، کونړ، میدان وردګ او ننګرهارکې (٧٤٦٠) تنوته د خلکو په همکارۍ د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې پروژه یوسلو (٢٩) زرو او (٦٤٠) تنو ته پلې کوي.
همدارنګه د اکشن اېډ موسسه به د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د (٦٨) زرو او (١٨٤) امریکايي ډالرو په ارزښت د بلخ ولایت د معاذ بن جبل د مهاجرینو ښار ګوټي کې د ژورو څاګانو په کېندلو ،حمامونو په رغولو او د اوبو ذخیرې جوړې کړي،چې(٢٠٠٠) کورنۍ به یې د ګټې اخیستنې څخه برخمنې شي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بېځایه شوو رئیس د هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال وویل، ((چې په مرکز او ولایتونو کې د کاري شرایطو برابرول د افغانستان اسلامي امارت دنده ده، د مرستندویه بنسټونو څخه مو غوښتنه ده، چې د لاسلیک شوو هوکړه لیکونو له مخې دې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په ګډه همغږۍ او همکارۍ کار پیل کړي)).

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS