بلخ کې له دوه سو زياتو کورنيو سره مرسته وشو

sadam_morr
محمد اشرف حنیفی

د بلخ ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست له لورې په دغه ولايت کې د جګړو او طبعي پېښو له امله  (۲۰۵) کورنيوسره د وږي په (۵) بشري مرستې وشوې.

په يادو کومکي کڅوړو کې وريجې، غوړي، بوره، خرما، مکروني او مالګه شامله وه، چې د (Al-IMDAAD) خيريه موسسې له لورې د دغه ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ پر زيانمنو شوو او اړمنو شوو کورنيو ووېشل شوې.